د لبنان پخوانی لومړی وزیر: موږ باید د غزې له شخړې ځان جلا کړو

د لبنان د پارلمان غړي او پخواني لومړي وزیر فواد سنیورا د لبنان د حکومت پر پرېکړو باندې د حزب الله واک ته په اشارې سره وویل چې دا نور امکان نه لري. هغه زیاته کړه چې د لبنان حکومت باید د غزې له شخړې څخه د لبنان د جلا کولو واضح دریځ غوره کړي.

سنیورا ټینګار وکړ چې د حکومت چارې باید حزب الله ته پرېنښودل شي.

سنیورا د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د لبنان لومړی وزیر و او اوس د دغه هېواد په پارلمان کې د راتلونکي غورځنګ د ډلې مشر دی.