بلومبرګ: ایران زرګونه ځواکونه د لبنان او سوریې سیمه ییزو پولو ته لېږدوي
بلومبرګ د یوې باخبرې سرچینې په حواله لیکلي، چې په سوریه او عراق کې د ایران ملیشې به د حزب الله د منابعو د انتقال لپاره په اصلي کانال بدل شي. دغې سرچینې زیاته کړې، چې ایران به هڅه وکړي څو خپل زرګونه ځواکونه د لبنان او سوریې سیمه ییزو پولو ته ولېږدوي.
ددې راپور له مخې، له تېرو دوو میاشتو راهیسې له عراق څخه سوریې ته زرګونه ځواکونه تللي دي.
د لبنان او سوریې د پولو شاوخوا ته د ایران د زرګونو ځواکونو د لېږد خبره په داسې حال کې کېږي، چې اسراییل د جمعې په ورځ د حزب الله مشر او یو شمېر نور لوړپوړي قومندانان د یوه هوایي برید په پایله کې ووژل.
له دې برید وروسته ایراني چارواکو ویلي، چې د اسراییل جنایتونه بې ځوابه نه پرېږدي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي، چې که نړۍوال سازمانونه د اسراییل د بریدونو مخه و نه نیسي، ډېر سخت ځواب به ورکړل شي.
اخوا د سي ان ان شبکې د یوه امریکایي چارواکي له قوله بیا لیکلي، چې د بایډن اداره پر اسراییل د ایران د برید د پلان کولو له امله اندېښنه لري.
دغه چارواکي ویلي، چې د احتمالي برید د دفاع په موخه د ګډو چمتو کېدو په حال کې دي او د امریکا پوځي تګلاره کې هم بدلون رامنځته شوی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي؛ امریکا په تمه ده، چې د حزب د خپل مشر د ځای د ډکولو لپاره څه اقدام کوي.