اسټرالیایي چارواکو په سېډني او ملبورن کې د حزب الله د بیرغ په پورته کېدو غبرګون وښود

د اسټرالیا لومړي وزیر په سیډني او ملبورن کې د یکشنبې په ورځ د لاریونوالو له خوا د حزب الله د بیرغ د پورته کولو په غبرګون نن د رادیکالي ایدیولوژۍ په اړه خبرداری ورکړ او د اندېښنې په څرګندولو سره یې په دې هېواد کې پر ټولنیز انسجام ټینګار وکړ.

د اسټرالیا لومړي وزیر همداراز په منځنۍ ختیځ کې د ترینګلیتاو او نښتو د را کمېدو غوښتنه وکړه.
د اسټرالیا د فېډرالي دولت مخالف پیټر ډاټن هم د دوشنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي، چې په سېډني او ملبورن کې زړه بوږنوونکي صحنې د شرم وړ دي.
تېره ورځ د اسټرالیا په سېډني او ملبورن ښارونو کې د یوه لاریون پرمهال د حزب الله ډلې په ملاتړ د دغې ډلې بیرغ پورته شوی، چې د دې هېواد د چارواکو د سخت غبرګون لامل شوی دی.
د اسراییل پوځ چې د جمعې په ورځ د حزب الله مشر او یو شمېر غړي د یوه هوایي برید په پایله کې وژلي، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
ایران او د حزب الله مشران د غچ اخیستو ګواښونه کوي او امریکا او اسراییل بیا وایي، چې د هر ډول احتمالي برید په وړاندې دفاع ته چمتو دي.