نیپال کې مرګوني بارانونو او سېلابونو کې ۱۹۲ مړه شوي او حکومت اوښتي زیانونو ارزوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/01968f2b98b2c2f63f0e7e909cf05ad1576f54f8-1424x954.png?rect=0,77,1424,801&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
نیپال د دوشنبې په ورځ د سختو بارانونو له امله د مرګونو سېلابونو او د ځمکې ښوېیدنې په پایله کې رامنځته شوي زیانونو ارزوي، په داسې حال کې چې د اغېزمنو سیمو اوسېدونکي د کورونو پاکولو او له خټو څخه د خپلو پاتې وسایلو پر راویستلو بوخت دي.
د هند سره د نیپال پر پوله د دوه ورځو پرله پسې بارانونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹۲ کسان مړه شوي او ۳۲ لا تر اوسه لادرکه دي.
نیپالي چارواکو وویل، چې د بنګله دېش په شمالي سیمو کې چې د نیپال څخه د هند د خاورې د یوې نرۍ برخې په وسیله بیله شوې، د سختو بارانونو او د سېلابونو د راوتلو له امله له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک بند پاتې دي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/1cf6318e9287361b603dc0e643642b811cdcf8fc-1384x958.png?rect=0,90,1384,779&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د کتمندو په دره کې چېرې چې څلور میلیونه خلک اوسیږي او د نیپال پلازمېنه ده، د ۵۶ کسانو مړینه تایید شوې ده.
دغې سیمې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ناوړه ویجاړتیا لیدلې چیرې چې د سېلابونو له امله کورونه، روغتونونه، سړکونه، پلونه او بازارونه ویجاړ شوي دي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a304548a4619b16e844fe71dc63b5a5a2c8e903a-1422x954.png?rect=0,77,1422,800&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د کابینې یو لوړ پوړی وزیر او ویاند پرتوي سبا ګورنګ وویل، چې حکومت د زیانونو او د بیارغونې لګښت ارزوي.
د ښاري پلان جوړونې کارپوه سوریا راج اچاریا وویل، چې په کټمندو کې د ښاري پلان څخه بهر جوړ شویو کورونو او ودانیو د ویجاړي کچه پورته کړې ده.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/79b85fb4e6461243cb10dd779d650a252e9619bc-1418x956.png?rect=0,79,1418,798&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
هغه وويل: "د سيندونو غاړې د خلکو له خوا د کورونو جوړولو لپاره غصب شوي؛ خو دغه کورونو کې د انجینرۍ اوصول په پام کې نه دي نیول شوي او نقشه یې له ښاري پلان سره برابره نه ده."