نیویارک ټایمز: د ایران سملاسي لومړیتوب د حزب الله له بیا جوړېدو سره مرسته کول دي

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د حسن نصرالله له مړینې وروسته د ایران سملاسي لومړیتوب د حزب الله له بیا جوړېدو سره مرسته کول دي

دغې ورځپاڼې د ایران د سپاه پاسداران د دوو غړیو په حواله راپور خپور کړی چې د ایران حکومت له چارواکو سره د نصرالله د وژل کېدو په اړه د غبرګون د پلان په غونډه کې حاضر وو.

د دغه راپور له مخې، د نصرالله د ځای ناستي ټاکل، د قوماندې د نوی جوړښت رامنځته کول او د حزب الله لپاره د اړیکو خوندي شبکې بیارغونه د ایران له پلانونو څخه دي.

د سپاه پاسداران دغو دوو غړو ویلي چې له دې وروسته به حزب الله د اسراییل پر ضد د غچ اخیستو پلانونه پیل کړي.