امریکايي ځواکونه د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته چمتو حالت کې دي

د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټن اعلان وکړ، چې د امريکا نور پوځي ځواکونه يې د ځاى پر ځاى کولو لپاره په لوړه کچه چمتو کړي دي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي، چې متحده ایالات د حزب الله د رهبرۍ د تشې د ډکولو لپاره کوم ګامونه پورته کوي، څارنه کوي.

هغه وویل: «مونږ د تهران بیانات لیدلي دي، موږ به وڅېړو او وبه ګورو چې هغوی څه اقدامات کوي.»

کربي ټینګار وکړ: "له حزب الله یا ایران سره ټوله جګړه د اسراییل په شمالي سیمو کې د ایمن د خلکو په خوندي ډول خپلو کورونو ته د ستنېدو لاره نه ده."

امریکا د اسراییل د امنیت ملاتړ کوي او دا به بدلون ونه لري.