د پاړه چنار ځینو اوسېدونکو د اسراییل له خوا د حسن نصرالله وژنه بزدلانه اقدام وباله

د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې ځینو اوسېدونکو د اسراییل له خوا د حزب الله د مشر حسن نصرالله وژنه بزدلانه اقدام او د مسلمانانو لپاره لویه ضایعه وبلله. د سیمې قومي مشرانو د پاړه چنار پرېس کلپ مخې ته د لاریون پرمهال د اسراییل له تولیداتو سره بایکاټ هم اعلان کړ.

د پاړه چنار ځینو اوسېدونکو د حسن نصرالله د وژنې په ویر کې درې ورځینی ماتم هم اعلان کړ.
دوی همداراز له اسلامي نړۍ څخه وغوښتل، چې په نړۍواله کچه ګامونه پورته کړي؛ څو د مسلمان وژنې مخه ونیول شي.
د خیبر پښتونخوا قومي مشران وایي، چې د اسراییل د ظلمونو پروړاندې باید ټول مسلمانان د فلسطین له خلکو ملاتړ وکړي.
دوی وایي، چې د حسن نصرالله او د اسماعیل هنیه په وژنې سره اسراییل لویه تېروتنه کړې ده.
اسراییل له څه باندې یوه کال راهیسې د حماس ډلې پروړاندې جګړه کوي، چې په دې وروستیو کې یې بیا حزب الله ډلې ته هم سخته مرګژوبله اړولې ده.
اسراییل حوثیانو ته هم خبرداری ورکړی، چې د دوی وار هم را ورسيږي.
د اسراييل پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله یې د بيروت په سویلي څنډه کې، د دې ډلې پر مرکزي دفتر په يوه هوایي بريد کې وژلی دی.
د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې دغې ډلې مرکزي غونډه درلوده چې مشر او نور غړي یې په نښه کړل.
له اسراییل وروسته بیا د لبنان حزب الله ډلې هم ومنله، چې د دوی مشر حسن نصرالله وژل شوی دی.