د حسن نصرالله له وژنې وروسته برېتانیا له خپلو اتباعو وغوښتل چې له لبنان څخه ووځي
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت په بېروت کې د حزب الله د مشر په ګډون د یادې ډلې پر غړو د اسراییل له برید وروسته له خپلو اتباعو وغوښتل، چې ژر تر ژره له لبنان څخه ووځي. برېتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو تر دې وړاندې هم له خپلو وګړو غوښتي وو، چې له لبنان څخه ووځي.
د راپورونو له مخې؛ لبنان ته سوداګریزې الوتنې روانې دي او برېتانیا هڅه کوي، چې له دغو الوتنو په استفادې سره خپل وګړي له لبنان څخه وباسي.
د برېتانیا دولت له خپلو وګړو همدارنګه غوښتي، چې خپل حضور د لبنان دولت ته اعلان کړي او د برېتانیا سفارت هم د یوه بېړني ټیم په مرستې سره هڅه کوي، چې له خپلو وګړو سره په لبنان کې اړیکه ونیسي.
د برېتانیا د دولت د وروستیو ارزونو له مخې؛ په لبنان کې د ترینګلتیاوو کچه لوړه ده او ښایي له خبرداري پرته پېښې رامنځته شي، چې دا پېښې به له لبنان څخه د وتلو لارې محدودې کړي.
په لبنان کې امنیتي ګواښونه تر هغه وروسته زیات شوي، چې په وروستیو ورځو کې د اسراییل پوځ په بې سارې توګه د حزب الله ډلې پر غړو له بېلابېلو لارو بریدونه زیات کړي دي، او د شنبې په ورځ یې بیا اعلان وکړ، چې د یوه هوایي برید په پایله کې یې د یادې ډلې مشر حسن نصرالله وژلی دی.
د یادولو ده، چې یوې امنیتي او روغتیایي سرچینې د شنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، چې د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله مړی یې د پېښې په سیمه کې د ویجاړیو له لاندې اېستلی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې د حسن نصرالله په وجود د ټپونو نښې نه شته او داسې ښکاري، چې نوموړی د چاودنې له شدت څخه وژل شوی دی.