په مکسیکو کې د جان توپان له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/db2765aced297afecb1bd2744e107987c211a3fb-1706x954.png?rect=5,0,1696,954&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د مکسیکو په سویل لویدیځ کې د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې د جان توپان له امله رامنځته شوي مرګونو سېلابونو او د ځمکې ښوېیدنې له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.
د ځایی رسنیو په وینا؛ د مکسیکو یو تر ټولو ډېر ځپل شوی او بې وزله ایالت ګیریرو کې ۱۸ کسان مړه شوي، چې ډېری یې د خټو د ښوېیدو له امله په ویجاړو شویو کورونو کې بند پاتي شوي وو. ځایی رسنیو په اوکساکا کې د درېیو مړینو راپور ورکړی دی.
د ګیریرو ایالت والي ایولین سالګاډو ویلي، چې د کښتۍ، جیټسکي او هلیکوپټرو په واسطه د ژغورنې عملیات روان دي او اوسېدونکي له اغېزمنو سیمو راوباسي.
سالګاډو وویل، چې هوایي ډګر چارې بېرته پیل شوې دي.
د جان د توپان له امله د سیمې خلکو ته په میلیاردونو ډالرو زیانونه اوښتي دي.
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e3c990788808cbd373c0a668b635fd3062f13f98-1708x952.png?rect=8,0,1692,952&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)