کاناډا د لبنان له ملکي کسانو سره د ۷،۴ میلیون ډالرو مرسته کوي
د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د اسراییل او حزب الله تر منځ نښتو اندېښنه څرګنده کړه او وویل، چې دغه هېواد د لبنان ملکي کسانو ته د مرستې په موخه ۷،۴ ملیون ډالره ځانګړې کوي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز د لبنان او اسراییل تر منځ پوله کې د ۲۱ ورځيني اوربند غوښتنه وکړه.
د دغه وزارت په خبره: «کاناډا په دې نښتو کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي، چې ملکي کسانو په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې بشردوستانه فعالیتونه کوي، زیان و نه رسوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې فرانسې او جرمني بیا په لبنان کې د بریدونو په پای ته رسېدو ټینګار وکړ.
دغو هېوادونو همداراز ویلي، چې په لبنان کې د اسراییل له ځمکنیو عملیاتو سره مخالف دي.
اخوا، د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هرېس بیا ویلي، چې اسراییل حق لري له خپل ځانه دفاع وکړي.
د یادولو ده، چې د اسراييل پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله یې د بېروت په سویلي څنډه کې د دې ډلې پر مرکزي دفتر په يوه هوایي بريد کې وژلی دی.
د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې دغې ډلې مرکزي غونډه درلوده چې مشر او نور غړي یې په نښه شول.
له اسراییل وروسته بیا د لبنان حزب الله ډلې هم ومنله، چې د دوی مشر حسن نصرالله وژل شوی دی.
د حسن نصرالله د وژل کېدو په ویر کې ایران، یمن، سوریې او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو څو ورځینی عمومي ماتم اعلان کړی دی.