امریکايي چارواکو ویلي، ښايي د اسراییل ځمکني ځواکونه لبنان ته دننه شي

سي این این د لوړ پوړو امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې د اسراییل ځمکني ځواکونه ښايي په محدود ډول لبنان ته ننوځي. د اسراییل د پوځ ویاند پیټر لرنر مخکې ویلي وو چې دوی د ځمکني برید احتمال ته چمتووالی نیسي، خو دغه کار تر یوې ارزونې وروسته ښايي وکړي.

په ورته وخت کې امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې «داسې نه ښکاري چې اسراییل دې د ځمکني برید د عملي کولو په اړه کومه پریکړه کړې وي.»

له دغو چارواکو څخه یوه یې سي این این ته ویلي چې د امریکا دا ارزونه د اسراییلي ځواکونو د منظم کېدو او د یو شمېر سیمو د پاکولو پر بنسټ شوې، چې ښايي د ځمکني برید لپاره د دوی چمتووالی وي.