اسراييلي پوځ: د حزب الله یو جګپوړی استخباراتي قومندان حسن خلیل یاسین وژل شوی

placeholder

د اسراییلو پوځ ویلي، چې د حزب الله یو جګپوړی استخباراتي قوماندان حسن خلیل یاسین د بیروت په څنډو کې د نن ورځې په برید کې وژل شوی دی.

یاسین د حزب الله د استخباراتو د یوې څانګې مشر و چې د اسراییلو د پوځي او ملکي ځایونو د پېژندنې دنده یې پر غاړه درلوده.

د اسراییلو د پوځ په وینا، دا معلومات د دې هیواد پر پوځي او ملکي ځایونو د بریدونو لپاره کارول شوي.