خواجه اصف: افغان طالبانو له سرحدي سيمو د ټيټيپي د انتقال لپاره پیسې غوښتې وې
د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وایي، کابل ته د سفر پرمهال افغان طالبانو ورته وړاندیز کړی و چې پاکستاني طالبان به له سرحدي سيمو نورو ځايونو ته انتقال کړي او د دغه کار لپاره یې ترې د پیسو غوښتنه هم کړې وه.
هغه وایي:« که پاکستان د دغه کار لپاره پيسې هم ورکړي؛ نو څوک به د دې ضمانت ورکړي، چې پاکستاني وسلهوال به پاکستان کې بريدونه نه کوي؟ او بیا به سرحدي سیمو ته نه راځي.»
د هغه په وینا، په دغه معامله کې ځیني شکونه شته.
ښاغلي اصف تېرکال د اکټوبر په میاشت کې کابل ته سفر کړی و؛ خو تر دې وړاندې یې په دې اړه څه نه و ویلي.
هغه په دغې مرکه کې ویلي، پاکستان کې د وينې د تویېدو او تباهۍ لپاره په افغانستان کې د (ټيټيپي) لهخوا ترهګر روزل کېږي او بیا پاکستان ته رالېږل کېږي.
د هغه په وینا:« د ترهګرۍ په معامله کې افغان طالبانو سره زموږ اختلافات شته او دا ډېر جدي اختلافات دي.»
هغه دا رنګه ویلي، چې ټيټيپي په افغانستان کې پټنځایونه لري او افغان طالبان یې کوربهتوب کوي.
هغه له افغان طالبانو غوښتي، چې په پاکستان کې مېشت بې اسناده افغان کډوال دې په خپل هېواد کې ځای پر ځای کړي.