خلیلزاد: لبنان باید له وخته ګټه پورته کړي او خپل هېواد بیرته په خپل واک کې ونیسي

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، لبنان باید له وخته ګټه پورته کړي او خپل هېواد بیرته په خپل واک کې ونیسي. خلیلزاد د شنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، په منځني ختیځ کې اوسنی وضعیت د لبنان لپاره یو لوی احتمالي فرصت دی.

هغه لیکلي، چې لبنان یو ښه هېواد دی او ډېر په زړه پوري خلک لري. خو د اوږدې مودې راهیسې د حزب الله له خوا یرغمل شوي.

هغه وايي، چې لبنان باید له وخته ګټه پورته کړي او خپل هېواد بیرته په خپل واکې کې ونیسي او لویدیځ او د سعودي عربستان په ګډون نور هېوادونه باید ورسره مرسته وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله له وژل کیدو وروسته کړي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې د حسن نصرالله وژل کېدل او د لبنان د حزب الله کمزوري کېدل ایران ته ستر ګزار ورکړی دی. هغه وویل، چې د نصرالله مړینې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر علي خامنه يي په ګډون ایراني چارواکي ویرولي دي.

خلیلزاد د شنبې په ورځ پر اېکس لیکلي، چې دغې پېښې د ایران مشران اندېښمن کړي دي، ځکه دوی د نښه کیدو او له منځه تللو څخه ډار لري.

هغه د لبنان پیښې "په منځني ختیځ کې یوه مهمه شیبه" وبلله او زیاته یې کړه، چې «اسراییل د انفرادي مشرانو موندلو او وژلو کې خپله وړتیا ثابته کړې.»

خلیلزاد همدا راز له ایرانه پوښتلي، چې د دغو پرمختګونو په اړه به څه ډول غبرګون وښيي او ایا د دغه هېواد چلند به بدل شي یا نور به هم محتاطه شي.