بیروت ته د ایران الوتنې وځنډول شوې

د ایران د هوايي چلند د ادارې ویاند حسام قربان علي بیروت ته د ایران د هوايي شرکت د الوتنو د ځنډولو اعلان وکړ. قربان علي د شنبې په ورځ وویل: «د لبنان د بیروت د رفیق حریري هوايي ډګر ته د ایران د هوايي شرکت ټولې الوتنې تر دويمې خبرتیا پورې لغوه شوې دي.»

تر دې مخکې د اسراييل ۱۲ چینل راپور ورکړی و، چې د اسراییل له خوا د بیروت د هوايي ډګر د کنټرول برج فریکونسۍ د هک کولو او د ایراني ملکي الوتکو د کښته کیدو د مخنیوي په اړه د خبرداري وروسته، د لبنان د ترانسپورت وزیر د بیروت هوايي ډګر ته د ټولو ایراني الوتکو پر ننوتلو بندیز ولګاوه.