خامنه يي د حسن نصرالله مرګ یا ژوند ته اشاره ونه کړه
د ایران د حکومت مذهبي مشر علي خامنه يي، د لبنان د وروستیو پېښو په تړاو پیغام خپور کړ، خو په دې پیغام کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله مرګ یا ژوند ته اشاره نه ده شوې.
علي خامنه يي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې په ټولو مسلمانانو فرض ده چې له حزب الله سره ودرېږي.