په ایران کې چوپتیا؛ په عراق او سوریه کې درې ورځنی ماتم اعلان شو

placeholder

د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د سوریې او عراق حکومتونو درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

په ایران کې د حکومت مشرانو تر اوسه عامه ماتم نه دی اعلان کړی او یوازې د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت یو چارواکي ویلي دي، چې کنسرتونه تر بل خبرتیا پورې لغوه شوي دي.