هرېس: د حسن نصرالله لاسونه د بې ګناه خلکو په وینو لړلي وو
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هرېس د یوې بیانیې په خپرولو سره حسن نصرالله ترهګر وباله او زیاته یې کړه: «د هغه لاسونه د امریکایانو په وینو لړلي وو.»
هرېس وایي: «له لسیزو راهیسې پر حزب الله ډلې د هغه مشري په منځنۍ ختیځ کې د بې ثباتۍ لامل شوې وه او په لبنان، اسراییل، سوریه او د نړۍ په نورو برخو کې یې بې ګناه خلک له منځه وړي و.»
نوموړې د اسراییل پر خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اسراییل د اسلامي جمهوریت او د دوی د ملاتړو ډلو لکه حزب الله، حماس او حوثي اورپکو پروړاندې د خپل دفاع حق لري او واشګټن هم له دې حق څخه دفاع کوي.
هرېس دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د اسراييل پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د حزب الله ډلې مشر سید حسن نصرالله یې د بېروت په سویلي څنډه کې، د دې ډلې پر مرکزي دفتر په يو هوایي بريد کې وژلی دی.
د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې دغې ډلې مرکزي غونډه درلوده چې مشر او نور غړي یې په نښه شو.
له اسراییل وروسته بیا د لبنان حزب الله ډلې هم ومنله چې د دوی مشر حسن نصرالله وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د حسن نصرالله وژنه بیا د یو شمېر اسلامي هېوادونو د مشرانو له خوا غندل شوې ده.