پزشکيان: امریکا د نصرالله د وژلو امر صادر کړ
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د اسنادو له وړاندي کولو پرته ادعا کړې، چې امریکا د لبنان د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژلو امر کړی دی.
پزشکيان د شنبې په ورځ د نصرالله د مړینې په مناسبت په یو پیغام کې لیکلي، چې د «برید امر له نیویارک څخه صادر شوی او امریکایان نه شي کولای، چې له اسراییل سره د لاس نه لرلو په ویلو سره» ځان خلاص کړي.
هغه زیاته کړه: «الهي لاره هیڅکله له قوماندان او مشر پرته نه پاتې کیږي.»
د پزشکيان مرستيال محمد رضا عارف په يو جلا پيغام کې ادعا کړې، چې د نصرالله وژنه به «د اسراييل نسل تباه کړي.»