فرانسې او جرمني په لبنان کې د بریدونو په پای ته رسیدو ټینګار وکړ

فرانسې پر لبنان د اسراییل د هوایي بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړه. فرانسې همداراز وویل، چې په لبنان کې د اسراییل له ځمکنیو عملیاتو سره مخالف دي.

فرانسې له حزب الله او د ایران له اسلامي جمهوریته وغوښتل، چې په سیمه کې د هر ډول بې ثباتۍ د رامنځته کېدو څخه ډډه وکړي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره یې په اړیکه کې د بیړني اوربند په اړه هوکړه کړې.
اخوا، د د امریکا د ولسمشر مرستیالې بیا ویلي، چې اسراییل حق لري له خپل ځانه دفاع وکړي.
د حسن نصرالله د وژل کېدو په ویر کې یو شمېر هېوادونو عمومي ماتمونه اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله وژنه بیا د یو شمېر اسلامي هېوادونو د مشرانو له خوا غندل شوې ده.