د ایران ارشاد وزارت د موسیقۍ کنسرتونه بند کړل
د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت د موسیقۍ ادارې اعلان وکړ، چې د لبنان د حزب الله د عمومي منشي حسن نصرالله د مړینې له امله به په ایران کې د موسیقۍ ټول پروګرامونه تر دويمې خبرتیا پورې وځنډول شي.
نصرالله په بیروت کې د اسراییلو په برید کې ووژل شو.