په پاړه چنار کې قومي جګړه د ۵۰ کسانو په وژل کېدو او د ۱۲۰ کسانو په ټپي کېدو پای ته ورسېده

یو ځایي خبریال د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ د اته ورځینیو قومي جګړو د پایته رسېدو خبر ورکړ. علي افضل افضال د سیمه ییزو مسوولانو له قوله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان دي.

نوموړي دغه راز وایي، چې پاکستاني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې ځای پر ځای شوي دي.
سیمه ییزو مسوولانو ویلي، چې دغه جګړې د قومي مشرانو او د جرګو د غړو په منځګړیتوب بندې شوي دي.
د دوی په خبره، له اوربند وروسته به په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړین ګامونه واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې سرچینو ویلي و، چې په دې جګړو کې دواړو خواوو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو دا هم ویلي و، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې وسله والو افغانانو هم برخه اخیستې ده.
په دې جګړو کې د افغان وسله والو د ښکېلتیا په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
دغه جګړې اته ورځې وړاندې د برې کورمې په بوشهره سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ پیل شوې، چې وروسته بیا د کورمې ټولو برخو ته وغځېده او د فرقه‌یي او مذهبي جګړو بڼه یې خپله کړه.
د سیمې اوسېدونکي د پاکستان پر حکومت نیوکه کوي، چې دا جګړې څنګه وغځېدې او ښکېلو خواوو درنو وسلو ته څنګه لاسرسی پیدا کړ.