د پاکستان لومړي وزیر له طالبانو وغوښتل چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي
د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له طالبانو وغوښتل، چې د یو ټولګډونه حکومت د جوړېدو پر لور حرکت وکړي. شهباز شریف وایي، چې پاکستان د نړۍوالې ټولنې د تمې ملاتړ کوي او اسلام اباد له طالبانو غواړي، چې بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر د جمعې په ورځ (د تلې ۶مه) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څلورمه ناسته کې وویل، چې پاکستان غواړي چې په افغانستان کې وضعیت ژر تر ژره عادي شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې د داعش، القاعدې او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یو شمېر نورې ترهګرې ډلې حضور لري.
شریف له طالبانو وغوښتل، چې له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د خونړیو بریدونو له عاملانو سره مبارزه وکړي.
تر دې وړاندې د المان، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي، له طالبانو څخه به په نړۍواله محکمه کې شکایت وکړي.
د یادولو ده، چې مخکې ایران او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي و، چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونه په پام کې ونیسي.
طالبان بیا خپله اداره ټولګډونه بولي او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د نړۍوالو غوښتنې په خپلو چارو کې لاسوهنه یادوي.
دغه راز، طالبان د پاکستان ناامنۍ د دې هېواد کورنۍ مسله یادوي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور هم ردوي.