د هواپوهنې اداره: ۱۲ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/3ceba6728f60e9e6ef909ef6656812827862845f-800x684.jpg?rect=0,117,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د تلې په ۶مه او ۷مه نېټه) په دولسو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، ختیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۹۰) کیلو مټرو ته ورسېږي.