د پښتون ژغورنې غورځنګ: پاکستان غواړي منظور پښتین ووژني

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړي عبدالصمد خان په یو ویډيويي پېغام کې وویل، چې پاکستان غواړي منظور پښتین ووژني. عبدالصمد خان وايي، چې د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر سیاسي مشرانو ته ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د اکتوبر په یوولسمه راغوښتل شوې جرګه کې کډون و نه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی عبدالصمد خان، نن جعمه، « د تلې ۶مه» په یو ویډيويي پېغام کې د یاد غورځنګ وروستی دریځ وړاندې کړ.

عبدالصمد خان وویل، چې داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې پاکستان غواړي منظور پښتین له منځه ویسي.

عبدالصمد خان په دې ویډیو پېغام کې وویل: «اوس داسې شواهد لرو چې ریاست «پاکستان» داسې کوښښ کوي، چې زمونږ مشر منظور پښتین ته ځاني نقصان ورسوي، او دی له منځه ویسي یا خدا دې نه کوي په شهادت باندې یې ورسوي»

عبدالصمد خان وايي، چې تېره اوونۍ په پاړه چنار کې یوځل د منظور پښتین د وژل کېدو هڅه شوې ده.

دی زیاتوي په دې وروستیو کې د پاکستان استخبارات په دې هڅه کې دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران په نښه کړي.

عبدالصمد خان وايي، چې د پاکستان پوځ هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا اعلان کیدونکې جرګه ناکامه کړي.

عبدالصمد خان په دې ویډیويي پېغام کې وویل: «کومو سیاسي ګوندونو مشرانو ته چې په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، په هغو کې اکثره مشرانو مونږ ته ویلي چې د پاکستان پوځ مشر جنرال اصف منیر ټلیفونونه کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په راتلوونکې جرګه کې کډون و نه کړي خو بیا هم زمونږ سیاسي مشرانو ژمنه کړې چې به هر صورت به دوی کډون کوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مخکښ غړي وویل، چې منظور پښتین د امنیت لپاره ګامونه اخیستل شوي دی او د ګواښونو له امله منظور پښتین تر جرګې ترسره کېدو پورې نه چا سره ویني او نه به هم موباییل کاروي.

تر دې وړاندې منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله‌من وزیر په یاد غونده کې د وینا پرمهال ویلي وو، چې راتلونکي اکټوبر کې به د پښتنو قومي جرګه جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي وو: « کوم حالت چې تاسو یې رامنځته کوئ، پښتانه یې نه درسره مني او نه په داسې حالاتو کې درسره مخ ته ځي.»

هغه د ګيله‌من وزیر د جنازې پرمهال ګډونوالو ته ویلي وو، چې دوی به د اکټوبر په ۱۱مه د پښتنو ولسونو سره په ګډه داسې پرېکړه کوي، چې ورسره به د احمدشاه بابا تاریخ یو ځلې بیا را ژوندی کړي.

هغه په خپلو پلویانو غږ کړی وو، چې حوصلې به نه بایلي، ځکه چې د هغه په وینا، خبرې اوس یو تاریخي پړاو ته داخلې شوي دي.