په ننګرهار کې سېلابونو درې تنه مړه کړي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/f8c01e0d676baf95a8e63ad4d4253badaef73f15-1071x832.jpg?rect=216,124,640,360&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په ننګرهار ولایت کې له شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو راوتلي، چې درې تنه په کې مړه او ۲۰ نور ټپیان دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه سېلابونه د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې راوتلي دي.
دغو سېلابونو شاوخوا ۱۵۰ کورونه هم ویجاړ کړي دي.
ورته مهال تېره شپه په لغمان ولایت کې هم د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي دي.
د باختر اژانس په لیکنه، سېلابونو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې یې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
له بل پلوه د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې (د تلې په ۶مه او ۷مه نېټه) په دولسو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو لپاره شوې ده.