سرچینې: د ننګرهار په ګوشته کې د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو تر منځ نښته شوې

د ننګرهار د ګوشتې او د کونړ د خاص کونړ ولسوالیو ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، پرون د پاکستان او طالبانو د پوله ساتو تر منځهد یوې پوستې د جوړېدو پر سر نښته شوې. دوی وايي، له دې جګړې وروسته د دواړو ولسوالیو پر سرحدي کلیو د پاکستان له لوري توغندیز برید هم شوی دی.

د ځايي سرچینو په وینا طالبانو غوښتل د کوشتې په انارګي غاښي کې پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني پوځ یې مخالفت وکړ.

د پاکستان د پوله ساتو په مخالفت پسې دواړو لورو پر یو بل ډزې وکړې او وروسته یې سخته جکړه سره وکړه.

ځايي سرچینې وايي په دې څو ساعته جکړه کې د طالبانو د ګوشتې د سرحدي کنډګ یو تن پوله ساتی شهاب الدین وژل شوی، چې په اصل کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د شنډن اوسېدونکی و.

ګوشته کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، له جکړ وروسته له انارګي غاښي هغه کاریکر هم راښکته شوي، چې له طالبانو یې په دې غاښي کې د پوستې د جوړولو ټېکه اخېستې وه.

په ګوشته کې یو عیني شاهد وايي، له دې جګړې وروسته پرون ګڼ شمېر طالب وسلوال چې درنې وسلې یې هم لرلې ډیورنډ ګرښې ته څېرمه ورغلي.

دوی زیاتوي له جګړې وروسته پاکستاني ځواکونو د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ په شالۍ او د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ پر مرغۍ کلیو راکېټونه وتوغول، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه اطلاعات نشته.

ځايي اسېدونکي همدراز زیاتوي چې د پاکستاني ځواکونو توغول شویو توپونو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې ده.

یو ځايي اوسېدونکی وايي، « نن سهار هم د خاص کونړ د شالۍ کلیو شاوخوا د پاکستاني ځواکونو

توغول شوي توپونه لګېدلي دي»

تردې دمه طالبانو او پاکستاني چارواکو د دې جکړې په اړه رسنیو ته رسمي څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د خوست په ځاځي میدان او د ګربزو ولسوالۍ اړوند غلام خان بندر کې هم د طالبانو لخوا د پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه جګړه شوې وه.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په بیلابیلو سیمو کې وار – وار سره د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو جوړول وي او کله یې علت نه وي معلوم.