په پاکستان کې روان کال د پولیو ۲۳‌مه مثبته پېښه هم ثبته شوه

دغه پېښه د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې په یوې لس میاشتنۍ ماشومې کې لیدل شوې ده، چې له دې سره په پاکستان کې روان کال د پولیو د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته لوړ شو.

په خیبرپښتونخوا کې دغه پېښه وروسته له هغې ثبتېږي، چې همدا د روانې سپتمبر میاشتې په ۶مه نېټه په مومندو ولسوالۍ کې د پولیو لومړۍ قضیه تایید شوې وه.
تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان په پښین کې یو ۳۰ میاشتینی ماشوم په پولیو ویروس اخته شو، چې له دغې پېښې سره په بلوچستان کې روان کال د پولیو ټولې ۱۵پېښې ثبتې شوې.
په سند کې بیا روان کال ټولې څلور پېښې، په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه او په خیبرپښتونخوا کې بیا دوه پېښې ثبتې شوې دي.
د پولیو د وروستۍ پیښې تایید یوه ورځ وروسته له هغې کېږي، چې د پولیو د بېړنیو عملیاتو د مرکز ملي همغږي کوونکي محمد انوارالحق د دغې ناروغۍ سره د مبارزې په هڅو کې د تشو د لرې کولو په بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د پوليو د له منځه وړلو پروګرام په روانه مياشت کې د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسوالیو کې د پوليو ضد کمپاين پیل کړی و، چې په ترڅ کې يې ۳۳ مېليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين وڅڅول شول.
خو دغه پروګرام په ځینو نا امنو سیمو کې د پام وړ ننګونو سره هم مخامخ دی.