پاکستاني رسنۍ: په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې افغانان هم شامل وو

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ جګړو کې وسله والو افغانانو هم برخه اخیستې ده. رسنیو په راپور کې د هغه افغان قوماندان تصویر هم خپور کړی، چې په دغه جګړه کې یې برخه اخیستې ده.

په راپور کې راغلي، چې افغان وسله وال په پاکستان کې له قومي جګړو وروسته کورمې ته ننوتلي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې قبايلو په دغو قومي شخړو کې د سيمه ييزو او د افغان وسله والو په جګړو خواشيني څرګنده کړه او د پاکستان له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ویل کېږي، چې دغه وسله د پکتیا له شهرنو څخه کورمې ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، نن له کورمې ولسوالۍ څخه یوې سرچینې وویل، چې په پاړه چنار کې د سني او شیعه مذهبو تر منځ جګړو کې تر دې مهاله ۴۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۸۵ نور ټپیان شوي دي.
له یادې سیمې څخه د نورو سیمو او پېښور تر منځ د تلو راتلو ټولې لارې بندې شوې هم دي.
شپږ ورځې وړاندې د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په پاړه چنار سیمه کې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ نښته پیل شوه، چې تر اوسه هم روانه ده.
د یادولو ده، چې د سیمې اوسېدونکي د سیمه ییزو او ډېورنډ په اوږدو کې د وسله والو شتون د اندېښنې وړ بولي
ځايي خبریالانو د پولیسو له قوله ویلي، په یاده ولسوالۍ کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د پاړه چنارـ پېښور او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلاڅي لاره هم د تګ راتګ لپاره بنده ده.
په یو شمېر ويډیوګانو کې چې د شیعه مذهبو له لارې خپرې شوې، لیدل کېږي چې په جګړه کې له ډېرو درنو وسلو کار اخیستل کېږي.
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د دغه دوو ډلو ترمنځ د وسله‌والې نښتې په مهارولو کې پاتې راغلی.

تېره ورځ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې په کورمه کې له دواړو خواو سره هغه درنې وسلې دي، کومې چې د پاکستان پوځ کاروي.

په یادې جګړې کې د افغانانو د ښکېلتیا په تړاو تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.