اصف دراني د پاکستان له حکومته غوښتي، نړۍوال دې وهڅوي چې له طالبانو سره تعامل ته غاړه کېږدي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني د ملګرو ملتونو د ۷۹مې غونډې په درشل کې پر پاکستان غږ کړی، چې نړۍوال دې له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره وهڅوي.

ښاغلي دراني تېره شپه ناوخته د (تلې په درېیمه نېټه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، که افغانستان یو ځلې بیا ګوښه پاتې شي؛ نو لرې نه ده چې د سپټمبر د یوولسمې پېښه بیا تکرار شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي یو ځلې وړاندې هم ورته خبرداری ورکړی و او له نړۍوالو یې غوښتي و، چې جګړه ځپلی افغانستان باید له یاده و نه اېستل شي.
اصف درانی چې څه د پاسه یو کال وړاندې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی و، څه موده وړاندې له دغې دندې لرې کړای شو.
داسې ویل کېږي، چې د پاکستان پوځ د نوموړي په لرې کولو کې لاس لاره.