سرچینې: د کورمې ولسوالۍ په پنځه ورځنیو نښتو کې ټولټال ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي
له کورمې ولسوالۍ څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د دغې ولسوالۍ په پنځه ورځنۍ جګړه کې ټولټال ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان دي.
د سرچینو په خبره، د دغې ولسوالۍ په تازه نښتو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
ورته مهال په سیمه کې پولیس چارواکي وايي، چې کورمه کې په بېلابېلو سیمو کې د قومونو ترمنځ د ډزو او نښتو لړۍ په پنځمه ورځ هم دوام لري.
دغه چارواکي زیاتوي، چې په دغو نښتو کې قومونه د یو بل پر ضد درنې وسلې هم کاروي.
په یاده ولسوالۍ کې د نښتو له امله د پاړه چنار پېښور مرکزي لويې لارې د ټرافيکو لپاره تړل شوې دي.
د دغو لارو بندېدو له امله په زرګونه کسان له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
پولیس چارواکي وایي، د نښتو له امله ټولې خصوصي او دولتي ښوونیزې ادارې تړل شوې دي.
دا رنګه ځایي چارواکي وایي، چې د اوربند لپاره د مذاکراتو او جرګو لړۍ روانه ده؛ خو لا هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.