تحریک طالبان پاکستان وایي، چې په شمالي وزیرستان کې یوه بله ډله هم له دوی سره یو ځای شوه
د پاکستان د طالبانو تحریک (ټيټيپي) وایي، یوه بله وسلهواله ډله چې پخوا یې په سیمه کې په خپلواکه توګه فعالیت کاوه د دغې ډلې سره یو ځای شوې ده.
د دغې ډلې د ویاند محمد خراساني لهخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې ویل شوي، چې د شمالي وزیرستان د میرانشاه ولسوالۍ څخه د عزتمند عمري حذیفه الله په مشرۍ یوې ډلې د تحریک طالبان پاکستان له امیر نور ولي محسود سره بیعت کړی او له دې وروسته به د دغې ډلې تر مشرۍ لاندې خپل وسلهوال فعالیتونه پر مخ وړي.
په خبر پاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دغې ډلې سره څومره وسلهوال دي او په څه وړ وسلو سمباله ده.
دا رنګه تر اوسه پورې کومې خپلواکې سرچېنې هم د دغې ادعا پخلی نه دی کړی.