د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستاني نظامیانو او ټي ټي پي ترمنځ جکړه شوې

د شمالي وزیرستان په میرعلي بازار کې نن د پاکستاني پوځ او تحریک طالبان پاکستان تر منځه جکړه شوې ده. د پاکستان ځايي امنیتي چارواکو ادعا کړې ده، چې په دغه جګړه کې د ټي ټي پي څلور ولسوال وژل شوي او ۵ ټپیان دي. پاکستاني چارواکو په دغه جګړه کې یوازې د ۲ پوځیانو ټپي کېدل منلي.

خواله رسنیو کې داسې انځورونه ښيي چې پکې دې جګړې ته منصوب د ټي ټي پي د دوو وسلوالو مړي لیدل کېږي.

د سرچینو په وینا په دې جګړه کې د میرعلي بازار کې د میوې، سبزي او مال منډي ته سخت زیان اوښتی دی.

ځايي سرچینو نن سې شنبې « تلې ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي وسلوالو ترمنځه جګړه د ځايي وخت له غرمې مخکې ۱۰ بجې پیل شوه.

دوی زیاتوي په دې جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستل شوی او ځينې راکېټونه د میوې، سبزي او مال منډيي ترڅنګ د عامو خلکو دوکانونو باندې لګېدلي دی او دې ځایونو ته یې سخت تاوانونه اړولي دی.

د سرچینو پر وینا یوازې په مال منډۍ کې شاوخوا ۳۰ څاروي سوځېدلي دي. .

د ځايي سرچینو په خبره چې د جګړې وروسته ښار په مکمل ډول تړل شوی دی او په سیمه کې ټلفوني سګنال قطع شوی دی.

ددې جګړې په اړه تروسه تحریک طالبان پاکستان څه نه دي ویلي.