د سوداګرۍ ګډه خونه: روان کال د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري ۶۰ سلنه کمه شوې

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، چې د دغو دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري سږکال ۶۰ سلنه کمه شوې ده. د سوداګرۍ خونې مسوولان یې لامل د دواړو هیوادونو تر منځ وروستۍ سیاسي او امنیتي ستونزې او لوړې تعرفې په ګوته کوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې روان ۱۴۰۳ کال د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري د پخوا پرتله ۶۰ سلنه راکمه شوې ده.
هغه وايي، د سوداګرۍ د ټکني کېدو لوی لاملونه د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ لوړې تعرفې، پر ټرانزیټ بې ځایه بندیزونه، سیاسي ناکرارۍ او پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پوله ساتو او طالبانو تر منځ وخت ناوخت شخړي دي، چې په دې سره د تورخم دروازه، غلام خان بندر، انګور اډه او ډنډې پټان لاره تړل کیږي.
ښاغلی الکوزی وايي، له پاکستان سره سوداګري او راکړه ورکړه سیاسي شوې او له بې شمېره ستونزو ډکه ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، د صادراتو او وارداتو په برخه کې با ثباته روان بهیر نه لري او نورې نا انډولۍ یې پر سوداګرۍ مستقیم اغېز لري.
څه باندې یوه میاشت وشوه چې، د تورخم لاره د سوداګریزو توکو پر مخ تړلی شوې او د شمېرو له مخې په دې سره سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی.
د حاجي نور محمد په نوم یوه افغان سوداګر افغانستان اڼترنشنل پښتو ته وويل، چې د تورخم لارې بندیدو ورته سخت زیان ور اړولی دی، هغه وايي،«میاشت واوښته چې لارۍ مو بار ولاړې دي، د یوه ساعت دریدو له امله هم زیان را اوړي پاتې شوه میاشتې، نه مو پاکستان په کیسه دی، نه افغانستان، اخر څه وکړو، تجارانو ته په میلیونو ډالر زیان اوښتی دا له کومه پوره کړي.»
طالبان او د پاکستان حکومت په تېرو درېیو کلونو کې په دې نه دي توانېدلي چې د سوداګرو دغو ستونزو ته یوه څرګنده تګلاره جوړه او دغه ستونزې پای ته ورسوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې هر کال له نورو هېوادونو نږدې ۱۰ مېلیارده ډالره راکړه ورکړه لري چې، نږدې دوه مېلیارده ډالر یې صادرات جوړوي.
یوازې یو مېلیارډ ډالر صادرات پاکستان ته کېږي؛ خو هر وخت د ګډو بندرونو تړل کېدل او د ګمرکي تعرفو لوړوالی له پاکستان سره د سوداګرۍ د کموالي لامل کېږي.
هاخوا پاکستاني سوداګر اندېښمن دي چې دوی د منځنۍ اسیا هېوادونو ته سوداګریز توکي د افعانستان له لارې استوي چې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله ډیر کله زیان ویني. دوی د پاکستان له حکومته غواړي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي او امنیتي ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل کړي چې د دوی سوداګري ته لاره هواره شي.

دوی د پاکستان له حکومته غواړي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي او امنیتي ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل کړي چې د دوی سوداګري ته لاره هواره شي.