د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او د پېښور او کورمې ترمنځ لاره هم تړلې ده

د تېرو څلورو ورځو په ترڅ کې د شیعه او سوني مذهبو ډلو تر منځ جګړه کې تر دې مهاله ۱۶ کسه وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

په کورمه کې قومي مشر او مخور جلال حسین بنګښ افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټیلیفون په لیکه وویل، چې په روانه جګړه کې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي او د سیمې مشران او مخور تر اوسه نه دي توانیدلي چې د دواړو غاړو تر منځ اوربند ټینګ کړي.
ښاغلی بنګښ وايي، چې د کورمې په مدګي، بوشهره او احمدزیو کلیو کې سیالو ډلو یو بل ته مورچې جوړې کړې او پرون سوني مذهبو د بوچ خېل ښار په کلي برید وکړ، چې له هغه وروسته نورو سیمو ته هم جګړه خوره شوه او دا مهال د کورمې په پنځو برخو کې درنه جګړه روانه ده.
ښاغلی بنګښ وايي، دغه جګړه د ځمکې پر سر راولاړه شوې؛ خو ځیني خلک په لوی لاس هغې ته مذهبي رنګ ورکوي.
هغه وايي، د جګړې یوې غاړې ته د توري بنګښ قوم او بله خوا بیا منګل، مقبل، موسی زي، پاړه جګني او خروټي په جګړه کې ښکېل شوي دي.
ښاغلی بنګښ وايي، د دوی هڅې روانې دي چې د دواړو خواو تر منځ روغه جوړه وشي؛ خو په خبره یې تر دې مهاله یوې غاړې هم اوربند ته غاړه نه ده اېښې.
له دې مخکې هم په کورمه کې د سونيانو او شعیه مذهبو تر منځ څو ځلې خپلمنځي جګړې شوې چې دواړو لوریو ته په کې د سر او مال درانه زیانونه اوښتی دي.
د سیمې د خلکو شکایت دا دی، چې ځايي او مرکزي حکومت یې یوازې د جګړې ننداره کوي او د یوې مسوولې ادارې په توګه په اوربند کې رول نه لوبوي.