پاکستان او تاجکستان د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې دوه اړخيزه معاهدې وکړې
پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې د پاکستان د صنعت او توليداتو وزير د تاجکستان حکومت له استازي سره د سوداګرۍ، صنعت او په زراعت کې د ځوانانو د روزولو په برخه کې دوه اړخيزې هوکړې وکړې. دواړه هېوادونه به د جامو او بوټانو جوړولو صنعت او بڼوالۍ په برخه کې په کار پوه کسان سره تبادله کوي.
رسنیو ويلي، چې دغه هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتيا لپاره شوې تر څو سوداګرو او پانګوالو ته نوي فرصتونه رامنځ ته کړي.
پاکستاني رسنيو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د پاکستان د صنعت او تولیداتو وزير رانا تنوير حسين د تاجکستان حکومت له استازي احمدزاده نورمحمد اټو سره د سوداګرۍ په پياوړتيا، دوه اړخيزه پانګونې او ګډو ګټو خبري کړي دي.
پاکستاني رسنيو ویلي، چې د ماهرو متخصصينو او کاګرانو د ليږولو موخه د صنعتي مهارتونو شریکول دي.
پاکستان به د جامو، ټوکرانو او بوټانو د صنعت په برخه کې او تاجکستان به د زراعت او باغدارۍ په برخه کې یو د بل سره همکاري وکړي.
د تاجکستان استازي د پاکستان د صنعت او توليد وزير رانا تنوير حسين ته بلنه ورکړې، چې تاجکستان ته سفر وکړي تر څو د دواړو هېوادونو همکاري زياته شي.
په ناسته کې ژمنه وشوه، چې دواړه هېوادونه به کړې ژمني عملي او تعقيبوي.