منظور پښتین: له کلونو راهیسې په پښتونخوا کې محصلینو او زده کوونکو ته مرګ ژوبلې اوښتي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پېښور پوهنتون له محصلینو سره په کتنه ویلي، چې د اکټوبر ۱۱مه د ټول پښتون ملت په شریکه راټولېدل دي او دوی کولی شي چې د ځوانانو ښه استازولي وکړي. نوموړي ويلي، چې له کلونو راهیسي د پښتونخوا محصلینو او زده کوونکو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

منظور پښتین وایي، راتلونکې یکشنبې به د ټولې پښتونخوا له محصلینو، زده کوونکو او د مدرسو له طالب العلمانو سره غونډه وکړي او په ترڅ کې به یې دوی ته قومي جرګه کې د ګډون بلنه ورکړي.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه کې د یوې ویډيو په خپرولو سره زیاته کړې ده، چې یاده غونډه د پښتنو په یوه متحد سرعت باندې راټولېدنه ده او د جرګې جوړېدل دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په دې کتنه کې همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړې: «د اکټوبر د ۱۱مې په جرګه کې محصلین د ځوانانو ښه استازیتوب کولی شي.»
د نوموړي په وینا؛ له کلونو راهیسې په پښتونخوا کې د ناامنیو، بدماشیو، نا انصافیو او ترهګریو له امله ډېر شمېر محصلینو، زده کوونکو او ان د مدرسو طالب العلم ته مرګ ژوبلې اوښتي او ډېر تکلیفونه یې تېر کړي دي.
ښاغلی پښتین د راتلونکې یکشنبې غونډې ته په اشارې سره ویلي، چې د دې راټولېدنې موخه دا ده، چې څنګه پښتنو ته د اکټوبر د یوولسمې قومي جرګې ته بلنه ورکړل شي او د پېښور پوهنتون محصلین به خپلو مشرانو ته د همدې غونډې په ترڅ کې خپل پیغامونه ورسوي.
په خپره شوې ویډیو کې چې د منظور پښتین شاوخوا کې یو شمېر محصلین هم ښکاري وایي، چې دوی په بشپړ ډول د پښتنو په ملاتړ په دې غونډه کې برخه اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د پښتونخوا په کورمه کې د ځینو مشرانو له مخالفت سره - سره بیا هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر یادې سیمې ته ولاړ او د ۱۱ اکټوبر جرګې لپاره یې خلکو ته بلنه ور کړه.
منظور پښتین د پښتنو د برخلیک د مالومولو لپاره د اکټوبر د یوولسمې جرګې ته د خلکو د بللو په موخه له څه وخت راهیسې د پښتونخوا بېلابېلو سیمو ته سفرونه پیل کړي دي.