د اسلام اباد یوې محکمې د پښتونخوا د سر وزیر د نیولو امر کړی

۳ ساعتونه مخکې

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور او د تحریک انصاف د ځینو مشرانو د نیولو امر کړی دی.

دې محکمې د تحریک انصاف ګوند یو مشر عمر تنویر بټ هم محکمې ته د پرله پسې غیر حاضرۍ له امله «فراري» اعلان کړ.

د پاکستاني رسنیو په وینا، علي امین ګنډاپور د قضايي کمپلکس اړوند د برید او ورانکارۍ په تړاو د «ترهګرۍ» قضیه کې تورن او د څېړونو لپاره غوښتل شوی.

ګنډاپور مخکې اعلان کړی و، که د پاکستان حکومت ورته له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اجازه ور نه کړي، د سر وزیر په توګه به د قبایلي مشرانو په مشرۍ له طالبانو سره خبرو ته کېني.

نوموړي له قومي مشرانو او د ګوندونو له استازو سره په کتنه کې وويل: «په دې ایالت کې سوله په يوه سوله ييز افغانستان پورې اړه لري.»

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له افغان طالبانو سره د خبرو اترو په اړه د پښتونخوا د سر وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې هېڅ صوبه هم له یوه بهرني هېواد سره د خبرو واک نه لري.

هغه ګنډاپور تورن کړی، چې د پاکستان امنیت په خطر کې اچوي.

په ورته وخت کې په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د ګنډاپور د نيولو امر کړی او د هغه د ضمانت غوښتنه يې هم رد کړې.

محکمې د پښتونخوا سر وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ځینو مشرانو ته غیر ضمانتي سزاګانې اورولې دي.

وروسته له هغه، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړي د پولیسو له خوا ونیول شول او نامعلومو ځایونو ته یې انتقال کړل، د دغه ګوند پلویان راټول او له پولیسو سره یې په تاوتریخجنو نښتو لاس پورې کړ.

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي، چې ناامني د اسلام اباد په ځینو برخو کې د سړکونو د تړلو او پراخ ګډوډۍ لامل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو