د پاکستان د دفاع وزیر د تاجکستان له سفیر سره په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې

۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په اسلام اباد کې د تاجکستان له سفیر یوسف شریف ‌زاده سره په افغانستان کې د «سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت» په اړه خبرې اترې کړې دي.

دواړو غاړو پر دې خبرې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې روان وضعیت د سیمې پر امنیتي حالاتو نېغ په نېغه اغېز لري.

که څه هم چې په دې اړه زیات جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو د خاور په نامه د تاجکستان دولتي خبري اژانس د جمعې په ورځ د (وږي په ۳۰مه) لیکلي، چې دواړو خواوو به بېلابېلو برخو په تېره بیا پر امنیتي او پوځی مسایلو سره خبرې کړې دي.
د خاور د راپور له مخې، پاکستان په منخني ختیځ کې د سولې او ټیکاو په راوستو کې د تاجکستان له هلو ځلو ستاینه کړې.
تاجکستان او پاکستان چې له افغانستان سره په ګاونډ کې پراته هېوادونه دي، په ځلونو یې له هغه هېواده د ترهګرۍ د ګواښونو له امله اندېښنې په ډاګه کړې دي.
پاکستاني چارواکو تل دا تور پورې کړی، چې (ټي‌ټي‌پي) په افغانستان کې د ننه پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې یوې خبرې ناستې ته ویلي و، چې د نړۍوالو راپورونو له مخې د تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه د افغانستان په د ننه کې روان دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان شمالي ولایتونه نن سبا د نړۍوالې ترهګرۍ په مرکزونو بدل شوي دي.
د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا له ډېرو هېوادونو سره تاوده اړیکي او دوستانه راشه درشه پالي؛ خو له تاجکستان سره یې اړیکي سړې او له پاکستان سره اړیکي تر پخوا ډېرې ترینګلې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو