افغان کرېکټ ملي لوبډله سبا د سویلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه کوي

۱۰ ساعتونه مخکې

سبا د یکشنبې په ورځ د (تلې په لومړۍ نېټه) د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو پر دوام د دغو لوبلړۍ درېیمې او وروستۍ لوبې لپاره د سوېلي افريقا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.

دغه لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴:۳۰ بجو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان ملي لوبډلې لا له وړاندې د تېرې شپې د لوبې په ګټلو سره دغه سریز ګټلی دی.
افغانستان د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د شپږو وېکټو په توپير سوېلي افريقا ته په لومړي ځل ماتې ورکړه.
د هغې لوبې پچه سوېلي افريقا ګټلې وه او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.
سويلي افريقا په ۳۳.۳ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ مندې جوړې کړې وې.
په لومړنۍ سيالۍ کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
فاروقي د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شو.
افغان ملي لوبغاړو په ۲۵ اورونو کې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.
په دویمې لوبې کې بیا پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.
افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې په ۵۰ اورونو کې د څلور لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته د ۳۱۲ منډو هدف ټاکلی و؛ خو د سویلي افریقا لوبډلې په ۳۴م اوور کې ټول لوبغاړي وسوځېدل او یوازې ۱۳۴ منډې ېې جوړې کړې.
په دغې لوبه کې راشدخان د پنځو وېکټو په اخیستو د لوبې غوره لوبغاړی شو او رحمان الله ګربز بیا ۱۰۵ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې.

نور خبرونه

رادیو