په کراچۍ کې ۹ تنه افغانان په جعلي روغتیايي اسنادو بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تور نیول شوي

۶ ساعتونه مخکې

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، په تېرو درېیو ورځو کې د کراچۍ په جناح نړۍوال هوايي ډګر کې ۹ تنه هغه افغانان نیول شوي چې په جعلي روغتیايي اسنادو د درملنې په پلمه پاکستان ته راغلي وو او هڅه یې کوله، چې له هغه ځایه بهر ته ولاړ شي.

راپور زیاته کړې، چې دغه افغانان له کابله اسلام اباد ته راځي او له دې ځایه نورو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، دغه ډول بهرنیان په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې د امریکا او جاپان له سفارتونو او قونسلګریو څخه د امریکا او جاپان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو ویزې ترلاسه کوي او بیا له پاکستانه دغو هېوادونو ته ځي.
د پاکستان د اېف ای اې چارواکي وایي، د پاکستان د ویزو د بندېدو له امله ګڼ شمېر افغانان د درملنې په پلمه د پاکستان ویزې ترلاسه کوي.
د پاکستان د کډوالو اړوندو چارواکو زیاته کړه، چې نیول شوي افغانان د اېف ای اې د انساني قاچاق ضد څانګې له‌خوا د محکمې په حکم زندان ته لېږل شوي دي.
د پاکستان د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، د دغه ډول افغانانو ویزې د اعتبار وړ دي؛ خو په جعل سره پاکستان ته راغلي او خپلو موخو ته د هغو رسېدنه جرم ګڼل کېږي.
له بل پلوه په پاکستان کې پر روغتیایي ویزو راغلي مېشت افغانان وایي، چې د پاکستان حکومت افغانانو ته ویزې محدودې کړې او دوی اړ اېستل کېږي، چې دغه ویزې د پیسو په بدل کې ترلاسه کړي.
د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې مېشت افغان د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې په اسلام کې یې په جرمني سفارت کې انټریو لرله؛ خو سره له دې چې په ځلونو یې د ویزې غوښتنه کړې وه، بیا یې هم ویزه نه وه ترلاسه کړې.
هغه وایي، دغه ویزه یې د ۸۰۰ ډالرو په بدل کې ترلاسه کړه او که د جرمني ویزې ترلاسه کولو پورې د پاکستان حکومت د افغانانو دغه ستونزه په پام کې ونه نیسي؛ نو دوی به هم د دغو نهو تنو نیول شویو افغانانو په برخلیک اخته شي.

نور خبرونه

رادیو