په خېبرپښتونخوا کې د ۲۰۲۴‌کال د پولیو لومړنۍ پېښه ثبت شوه

۵ ساعتونه مخکې

په خېبرپښتونخوا کې د ۲۰۲۴کال د پوليو د لومړنۍ پېښې له ثبت سره په پاکستان کې په روان ۲۰۲۴کال کې د پولیو د پېښو شمېر ۱۹ ته لوړ شو.

په اسلام اباد کې د روغتیا ملي اداره وایي، چې دغه پېښه په نهه مياشتنۍ ماشومې کې لیدل شوې ده.
تر دې ټیک دوه ورځې وړاندې د بلوچستان په کوټه کې (د وږي په ۲۹مه) د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.
له هغې مخکې د پولیو ۱۷مه پېښه په اسلام اباد کې ثبت شوه.
د روان کال له پیله تر دې دمه یوازې له بلوچستان څخه د پولیو ۱۳ پېښې، له سنده درې پېښې، دوه پېښې له پنجاب څخه او یوه پېښه بیا په خیبرپښتونخوا کې راپور شوې دي.
د دغې پېښې ثبتېدو سره په پاکستان کې د پولیو ویروس د پراختیا خطر زنګ هم کړنګول شوی دی.
تر دې وړاندې د پولیو د مخنیوي په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړې سلاکارې عایشه رضا فاروق د پولیو په پېښو کې د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و، چې د بلوچستان په ځینو سیمو کې د پولیو ضد کمپاین کې ګډوډۍ د دغه ویروس د خپرېدا لپاره لاره هواره کړې ده.
هغې دا هم ویلي و، اړینه ده چې هر ماشوم ته د پولیو واکسین څو څاڅکي ورکړل شي.
هغې وويل، د پوليو په څېر له ساري ناروغيو د ماشومانو د ژغورنې لپاره ګامونه اخیستل شوي دي.
هغې له کورنیو هم وغوښتل، چې تر پنځو کلونو پورې خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي.
له بل پلوه چاپېریالي بېلګو د ټول پاکستان په ۶۶ ولسوالیو کې د پولیو ویروس شته‌والی تایید کړی دی.

نور خبرونه

رادیو