ډان ورځپاڼه: په سند کې هغه ډاکتر د پولیسو په ډزو ووژل شو، چې 'اسلام ته په سپکاوي' تورن و

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د خبر له مخې، دغه ډاکتر په خواله رسنیو کې داسې لیکنې خپرولې چې اسلامي مقدساتو ته په کې سپکاوی کېده.

پولیس وايي، دغه تورن ډاکتر له ځانه وسله لرله او کله چې پولیسو د هغه د نیولو هڅه کوله پر پولیسو یې ډزې وکړې چې په پایله کې نوموړی ووژل شو.
ډان ورځپاڼې لیکلي، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د (وږي په ۲۹مه) د سند په عمر کوټ سیمه کې هغه مهال وشوه چې دغه ډاکتر د یو بل کس سره په موټر سایکل سپور و او پولیسو غوښتل چې هغوی ودروي، او دغه ډاکټر هڅه کوله چې وتښتي.
پولیس وايي، چې دغو کسانو د تېښتې پر مهال په پر له پسې توګه پر پولیسو ډزې کولې.
پولیس وايي، دغه تورن کس یې له ټپي کېدو وروسته روغتون ته رسولی؛ خو د ژورو ټپونو له کبله یې په روغتون کې سا ورکړه.
له دغې پېښې مخکې، په دغه ښار کې ګڼو کسانو په اعتراض لاس پورې کړ، او اسلام ته یې د سپکاوي په تور د دغه ډاکتر د نیولو غوښتنه کوله.

دغو اعتراض کوونکو له پولیسو غوښتنه کوله، که تورن کس یې و نه نیوه؛ نو دوی به د پولیسو په تاڼه یرغل وکړي.
په راپور کې راغلي چې، تر دې وړاندې اعتراض کوونکو د پولیسو یو موټر ته هم اور اچولی و او پولیسو یې په تور لس کسه نیولي هم دي.

د یو بل خبر له مخې، د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد یوې ځايي محکمې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي یوې قضیې کې یوه مسیحي مذهبه ښځه د اعدام په سزا محکومه کړې ده.

پر شګفته کرن نومې ښځې تور لګېدلی و، چې څلور کاله مخکې یې په خواله رسنۍ کې داسې څه خپاره کړي، چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی بلل کېږي.
تر دې پېښې څو ورځې وړاندې، اسلام ته د سپکاوي په تور یو بل تورن کس هم په کوټه کې نیول شوی و، چې بیا د پولیسو په تاڼه کې د یو پولیس له‌خوا ووژل شو.
اسلام ته د سپکاوي پېښې په پاکستان کې ډېرې خطرناکې پایلې له ځان سره لري او ان تر دې چې تورن کسان د ولسي خلکو له‌خوا په کې وژل شوي هم دي.

نور خبرونه

رادیو