د حزب الله جګپوړی قوماندان ابراهیم عقیل په بیروت کې د اسراییل په برید کې ووژل شو

۲ ساعتونه مخکې

دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د حزب الله جګپوړي قوماندان ابراهیم عقیل د جمعې په ورځ د بیروت په سویلي څنډه کې د اسراییل په برید کې ووژل شو.

یوې سرچینې ویلي، چې عقیل د برید پر مهال د حزب الله د رضوان قطعې د ځانګړو ځواکونو سره د یوې ناستې په درشل کې و.

د لبنان حزب الله ډلې هم په یوه اعلامیه کې وویل، چې د هېواد په شمال کې یې د اسراییل د پوځ یو مرکز د کاتیوشا توغندیو په وسیله په نښه کړی دی.

ابراهیم عقیل چې په «تحسین» مشهور و، د حزب الله تر ټولو ستر پوځي بنسټ کې چې د «جهاد شورا» په نوم پیژندل کیږي، کار کاوه.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لبنان د حزب الله د دغه جګپوړي قوماندان د نیولو لپاره د معلوماتو پر سر اووه میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

خو د هغه له وژل کېدو وروسته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي وویل، چې متحده ایالات په بیروت کې د حزب الله پر دغه جګپوړي قوماندان د برید لپاره د اسراییل له نیت نه خبر وو.

د اسراییل پوځ وویل، چې له لبنان څخه د اسراییل پر شمال شاوخوا شل راکټونه توغول شوي دي.

د اسراییل ټایمز خبري ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د دغو راکټونو نیمایي د اسراییل د دفاعي سیستم له خوا نسکور شوي دي.

د لبنان حزب الله د جمعې په ورځ (د وږي ۳۰مه) پر اسراییل ۱۷۰ توغندي توغولي دي.

نور خبرونه

رادیو