ځايي سرچينې: د ډیورنډ په کرښه د نښتې له امله د غلام خان دروازه د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده

۳ ساعتونه مخکې

له سیمې څخه ځايي خبریالان وايي، دغه نښته د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني سرتېرو د یو موټر چلوونکي سره ناوړه چلن وکړ او وروسته له لفظي شخړې خبره تر ټوپکو او وسلو ورسېده.

سیمه‌ییز خبریالان وايي، په دغې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی چې په پایله کې یې یو موټر چلوونکی وژل شوی دی.
افغان طالبانو دغو خبریالانو ته ویلي، چې لومړی د پاکستاني ځواکونو له‌خوا پر هغوی ډزې شوې چې بیا جګړه درېدلې وه؛ خو د شپې پر مهال یو ځلې بیا د دواړو خواوو تر منځ پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوې، چې د شپې تر ناوخته یې دوام لاره.
دغه خبریالان وايي، له سیمې ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې او بېړنیو مرستو ته په تمه دي.
طالب سرچېنو سیمه‌ییزو رسنیو ته منلې، چې د کرښې په اوږدو کې د غلام خان په دروازه نښته شوې؛ خو د اوښتو زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.
بله غاړه د پاکستان د پوځ له‌خوا هم تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي؛ خو د پوځ له‌خوا د خواله رسنیو چلوونکو د دغې نښتې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې؛ خو زیات جزییات یې نه دي په ډاګه کړي.
په سیمه کې خبریالان وايي، چې دا مهال جګړه درېدلې؛ خو دواړو خواوو ته ځواکونه لا هم ماشه په لاس ولاړ دي او د دې وېره شته، چې دغه جګړه د ورځې په اوږدو کې بیا توده شي.

نور خبرونه

رادیو