ملاهبت الله علماوو ته د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د نوي قانون د تطبیق سپارښتنه وکړه

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په خپلو تازه څرګندونو کې علماوو ته د یووالي او اختلافاتو د لمنځه وړلو او د طالبانو د امر بالمعروف د نوي قانون د تطبیق سپارښتنه کړې ده.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په کندهار ولایت کې د علماوو راټولې شوې یوې ناستې پرمهال کړې دي.
په کندهار ولایت کې د طالبانو د ولایتي دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملاهبت الله له قوله راغلي، چې د طالبانو د نظام ټول مسوولین د دې خاورې دي، همدلته زېږېدلي او همدلته یې زده‌کړې کړې دي.
هغه زیاته کړې:« د نورو نظامونو مسوولین تاسو ولیدل، چې امریکا او نورو هېوادونو راوستل، هلته روزل شوي وو، هلته یې ژوند کړی و او هملته یې زده‌کړې وې؛ خو د طالبانو مسوولین د همدې خاورې دي، ټول یې پېژني، خپلواک دي او د هیچا تر اغېز لاندې نه دي.»
هغه یو وار بیا ویلي، چې د نظام او منبر غږ باید سره یو شي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، مخکیني نظامونه او منبرونه له یو بل سره په ټکر کې وو.
هغه زیاته کړې، چې تېرو نظامونو منبرونو کې علماوو ته د حق ویلو اجازه نه ورکوله او د منبر غږ چا نه اورېد.
نوموړي په دغې غونډه کې له برخه اخیستونکو علماوو غوښتي، چې د خلکو ذهن جوړوونه وکړي، هغوی یووالي ته وهڅوي او مسوولینو ته سمې مشورې ورکړي.
په ټوله کې دغه راټولېدنه د امر بالمعروف د نوي قانون په اړه وه، چې د ملا هبت الله له خوا په دې وروستیو کې توشیح شوی او په کور د ننه او بهر کې یې پراخ غبرګونونه له ځانه سره لرلي دي.
طالبان هڅه کوي، د دغه قانون په اړه خلک قانع کړي چې په دې توګه وتوانیږي په کور د ننه د دغه قانون خلاف د غبرګونونو کچه راټیټه کړي.

نور خبرونه

رادیو