د بښنې نړۍوال سازمان: ۱۱ میاشتې کېږي چې فهیم عظیمي بې دلیله بندي دی

۳ ساعتونه مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د پوهنې فعال فهیم عظیمي د ناسمو تورونو له امله ۱۱ میاشتې کیږي چې د طالبانو په زندان کې دی.

دغه سازمان د طالبانو په زندان کې د فهیم عظیمي د رواني روغتیا په خرابیدو د ټینګار په ترڅ کې د هغه د ژر او بې له شرطه خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د بښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې، چې د جمعې په ورځ (د وږي ۳۰مه) خپره شوې، ویلي، چې د پوهنې فعال فهیم عظیمي د هغه جرم په خاطر چې ترسره کړی یې نه دی، میاشتې وشوې چې د طالبانو په زندان کې دی. دغه سازمان زیاتوي، چې وروسته له هغه چې فهیم عظیمي د ۲۰۲۴ کال د اپریل په لومړۍ نېټه د طالبانو د محکمې پرېکړه و نه منله او د بیا کتنې غوښتنه یې وکړه، طالبانو د هغه قضیه د ملي امنیت محکمې ته راجع کړه.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د فهیم عظیمي له دغې غوښتنې وروسته طالبانو د هغه قضیه په پوره بې غورۍ سره ځنډولې او په دې برخه کې یې کوم اغېزمن اقدام نه دی کړی.

دغه سازمان یو ځل بیا یادونه وکړه، چې فهیم عظیمي په یوه «ناعادلانه» محاکمه او د ناسمو تورونو په تور په زندان کې دی.

نور خبرونه

رادیو