سردار احمد شكېب: هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې په پاکستان کې بریدونونه وکړي

۴ ساعتونه مخکې

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب ویلي، حکومت به یې هیچا ته اجازه ورنکړي چې پاکستان او یا کوم بل هېواد کې دې بریدونه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې له جيونيوز سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه ویلي، چې دا د ملاهبت الله امر دی که څوک يې سرغړونه وکړي؛ نو قانوني چلن ورسره کېږي.
هغه زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم په دې برخه کې ډېر داسې کسان نيول شوي دي.
ښاغلي شکېب وړاندې ویلي، حکومت يې پاکستان کې ناامني نه غواړي او په خپل دې دریځ ټینګ ولاړ دی چې د پاکستان په ګډون د هيڅ هېواد په خلاف به فعاليتونه د افغانستان له خاورې نه ترسره کېږي.
هغه وایي، چې اوس‌مهال د دوی له لارې د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې نه کېږي.
نوموړي د پاکستان ملي سرود ته د سپکاوي په برخه کې وویل، چې په پېښور کې د دوی جنرال کونسل د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا په موخه دغو مراسمو ته ورغلی و.
هغه وايي، چې له جنرال کونسل سره یې په دې اړه خبرې وشوې او هغه ورته ویلي چې د سيرت النبي په ناسته کې د ګډون لپاره تللى و او هيڅکله یې د سپکاوي هوډ نه لاره؛ خو هغه د موسيقۍ له امله نه دى درېدلی.
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان له لوري ورکړل شوى پيغام يې په کابل کې د دوی مرکزي حکومت ته رسولی.
هغه د طالبانو حکومت سره د علي امین ګنډاپور د مذاکراتو د غوښتنې په اړه ویلي، چې د مشر وزیر علي امین ګنډاپور له‌خوا د خبرو اترو لپاره تر دې دمه له دوی سره هیڅ ډول خبرې نه دي شوې.
سردار احمد شکیب ویلي، په افغانستان کې د دوی ډله له پاکستان سره د نږدې اړیکو ملاتړ کوي.
هغه وایي، اقتصاد او سوداګري کولای شي دواړه هېوادونه یو بل ته نږدې کړي.
هغه وويل:« له بده مرغه د پېښور-تورخم لاره له يوې مياشتې راهيسې تړلې ده، د لارې د بندېدو له امله د افغاني مېوو او سبزيو سوداګرو ته ډېر زيان اوښتی دی.»

نور خبرونه

رادیو