په سویلي وزیرستان کې پر یوې امنیتي پوستې برید کې ۶ تنه پاکستاني ځواکونه وژل شوي

۳ ساعتونه مخکې

په سیمه کې پولیس سرچېنې وایي، چې تېره شپه په سویلي وزیرستان کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله‌والو په برید کې ۶ تنه پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د ځایي پولیس چارواکو په وینا، د ټپیانو له ډلې د ۴ تنو روغتیایي حالت نازک دی.

ځایي سرچېنې وایي، چې دغه برید د شپې په نهه بجو په لډها سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د وسله‌والو له‌خوا شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې تر دغه برید وروسته د پولیسو له‌خوا په سیمه کې چاڼیز عملیات هم پیل شوي دي.
د تحريک طالبان پاکستان ډلې د دغه بريد پړه منلې ده.

نور خبرونه

رادیو