حسن نصرالله: اسراییل په یوه شېبه کې د زرګونو کسانو د وژلو هڅه وکړه،حزب الله به یې غچ واخلي

۶ ساعتونه مخکې

د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ویلي، چې اسراییل په یوه شېبه کې د زرګونو کسانو د وژلو په هڅه کې د پیجرونو په چاودنو سره له ټولو سرو کرښو واوښت.

حسن نصرالله ویلي، چې اسراییل د جګړې اعلان کړی؛ اوس به حزب الله غچ اخلي او د غزې ملاتړ ته به هم دوام ورکوي.
حسن نصرالله په لبنان کې له وروستیو بریدونو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل، چې د اسراییل بریدونه د انسانیت او امنیت په برخه کې د دوی لویه ناکامي ده؛ خو اسراییل نه شي کولای حزب الله په ګونډو کړي.
هغه وویل، چې د پیجر چاودنې په بازارونو، کورونو او روغتونونو کې شوې چې له دې سره دا په ډاګه کېږي چې اسراییل په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي.
هغه زیانه کړې:« اسراییل پلان لري، چې د پیجر او واکي ټاکي چاودنو له لارې د امکان تر حده ګڼ خلک ووژني.»
د هغه په وینا، حزب الله به د فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړي، که په لوړه بیه هم تمامېږي.
له بل پلوه اسراییلي پوځ وايي، د پنجشنبې په شپه اسراییلي الوتکو د لبنان په سویلي سیمو کې د مس الجبل، طیبه، بلیده او وادي بقا په ګډون په څو سیمو کې هدفونه په نښه کړل.
د لبنان د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراييل له‌خوا د لبنان په سویل کې له ۷۰ څخه په زياتو ځايونو کې تر ۱۰۰ زيات هوايي بريدونه شوي، چې تر اوسه په دغو بريدونو کې د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي ورکړل شوي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیان کې د حزب الله او اسراییل ترمنځ د کړکېچ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه او د دغه کړکېچ د حل لپاره یې ډیپلوماټیکه لاره تر ټولو غوره بللې وه.
بريتانيا هم د حزب الله او اسراییل تر منځ د تاوتريخوالي د سملاسي پای ته رسولو او د اوربند غوښتنه وکړه؛ خو اسراییل دواړه رد کړل او پر سویلي لبنان يې بريدونه پيل کړل.
د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانټ ویلي، اسراییل به د حزب الله پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو